تاسی غواړئ چې په حقیقت پوه شئ؟
د څه شی په باره کې حقیقت؟ د دغې مهمې پوښتنې په باره کې، چې خلک د پخوانیو وختونو نه تر اوسه پورې لري. امکان لری چې تاسی هم ځینې د لاندې سوالونو نه، ځان ته پوښتنه کړي یئ:
-
آیا خدای په رښتیا مونږ ته پاملرنه کوی؟
-
آیا یوه ورځ جنګونه او بدبختۍ به ختم شي؟
-
د مرګ نه وروسته په انسان باندې څه پېښېږی؟
-
آیا د مړي دپاره کوم یو امید شته؟
-
څنګه دُعا وکړو چې خدای یې واوری؟
-
خوشحالۍ او خوشبختی ته څنګه رسېدلی شو؟
دغې پوښتنې ته چېرته ځوابونه پیدا کېږي؟ ډېر کتابونه شته چې لیکوالان یې ادعا کوي، چې د دغې پوښتنې ځوابونه پېژني، خو اکثراً یو کتاب د بل کتاب سره ډېر فرق لری. د ځینې کتابونو ځوابونه په یو ټاکلې وخت کې صحیح ښکاري، اما وروسته بیا کتل ته ضرورت لري یا بېخي نوي کتابونه راځي.
خو یو کتاب په کُلی ډول د باور وړ ځوابونه لری. په دغه کتاب کې حقیقت لیکل شوی دی. عیسیٰ مسیح خدای ته په دُعا کې وویل: «ستا کلام حقیقت دی» (یوحنا ۱۷:۱۷). دغه کتاب مقدس دی او د خدای کلام بلل کېږی. په دغه پاڼه کې روښانې او د باور وړ ځوابونه شته.
آیا خدای په رښتیا مونږ ته پاملرنه کوی؟
ولې دا رقم پوښتنه پیدا کېږی؟ ځکه چې زمونږ نړۍ د ظلم او بې عدالتۍ سره ډکه ده. ډېر مذهبونه داسی تعیلم ورکوي چې رنځونه د خدای له طرفه دي.
د خدای کلام څه وایی: خدای هیڅ کله بدی نه رسوی. په ایوب ۳۴:۱۰ کې لیکلی دی: «پاک خدای نه شی کولی چې بدی وکړی، او قادر مطلق چې بې عدالتی وکړی». خدای تعالی د خلکو دپاره ډېر ښکلی نیت لری او غواړی، چې انسانان ښایسته ژوند وکړي. عیسیٰ وویل، چې داسی دُعا وکړو: «ای زمونږ پلاره چې په آسمان کې یې [...] ستا پادشاهی د راشی. ستا خوښه څنګه چې په آسمان کې تر سره کېږی، په ځمکه هم تر سره شی» (متی ۶:۹، ۱۰). خدای د خلکو سره دومره مینه لری چې د هغوی د ښایسته ژوند دپاره یوه لویه قربانی ورکړه (یوحنا ۳:۱۶).
همداسی وګورئ پېدایښت ۱:۲۶–۲۸؛ یعقوب ۱:۱۳ او اول پطروس ۵:۶، ۷.
آیا یوه ورځ جنګونه او بدبختۍ به ختم شي؟
ولې دا رقم پوښتنه پیدا کېږی؟ ځکه چې په جنګونو کې ډېر خلک مړه کېږي او ځوریدل هر چا ته درد رسوی.
د خدای کلام څه وایی: خدای وویل چې ټولې ځمکې ته به سوله او آرامی راوړی. تر خدای پادشاهی لاندې به هیڅ څوک نور جنګ نه زده کوی. خلک به د خپلې «تورې څخه پال جوړی کړي» (یشعیاه ۲:۴). خدای به ټول ظلم او غم پای ته ورسوی. خدای وعده ورکړی ده، چې د خلکو د سترګو نه به «هره یوه اوښکه وچه کړی. هلته به نه مرګ، نه نارې، نه ژړا او نه درد وی. ځکه چې پخواني شیان تېر شوي دي»، یعنې ظلم او کړېدل به تېر شي (مُکاشفه ۲۱:۴).
همداسی وګورئ زبور ۳۷:۱۰، ۱۱؛ ۴۶:۹ او یشعیاه ۲:۳، ۷.
د مرګ نه وروسته په انسان باندې څه پېښېږی؟
ولې دا رقم پوښتنه پیدا کېږی؟ اکثر مذهبونه زده کوي چې د مرګ نه وروسته د انسان روح ژوندی پاتې کېږی. ځینې خلک عقیده لري چې مړي ژوندي ته زیان رسولی شي او چې خدای ټول بد خلک په دوزخ کې پرله پسې عذابوی.
د خدای کلام څه وایی: کله چې یو انسان مړ کېږی، د هغه ژوند ختمیږی، یعنې هغه شته والی ختمه ده. «مړي په هیڅ شی نه پوهېږي» (معلِم ۹:۵). سره له دې چې مړي هیڅ شی نه پوهېږي، دوی احساس نه لري او ژوندی انسان ته نه مرسته کولای شي او نه زیان رسولی شي (زبور ۱۴۶:۳، ۴).
همداسی وګورئ پېدایښت ۳:۱۹ او معلِم ۹:۶، ۱۰.
آیا د مړي دپاره کوم یو امید شته؟
ولې دا رقم پوښتنه پیدا کېږی؟ مونږ ټول غواړو چې ژوندي اوسو او د ګرانو خپلوانو او ملګرو سره د ژوند څخه خوند واخلو. البته مونږ غواړو چې ګرانې مړه شوي خلک بېرته ژوندي ووینو.
د خدای کلام څه وایی: خدای به ډېر مړي بیا ژوندي کړی. عیسیٰ وعده ورکړه، چې «هغه خلک، چې په قبرونو کې دي [...] به بیرون وځي» (یوحنا ۵:۲۸، ۲۹). هغه خلک چې د مړو څخه بېرته ژوندي کېږي، د خدای د خوښې سره سم فرصت لري، چې د ځمکې په جنت کې به ژوند وکړي (لوقا ۲۳:۴۳). په هغه وخت کې، هغه خلک، چې خدای ته غوږ نیسي، به کامله روغتیا تر لاسه کړي او د تل دپاره به ژوند وکړي. د خدای په کلام کې لیکلی دی: «خدای به صادقانو ته ځمکه په میراث ورکړی او دوی به د تل دپاره پکښې ژوند وکړي» (زبور ۳۷:۲۹).
همداسی وګورئ ایوب ۱۴:۱۴، ۱۵؛ لوقا ۷:۱۱–۱۷ او اعمال د رسولانو ۲۴:۱۵.
څنګه دُعا وکړو چې خدای یې واوری؟
ولې دا رقم پوښتنه پیدا کېږی؟ تقریباً ټول خلک چې په هر یو مذهب کې ایمان لري، دُعا کوي. اما ډېر خلک فکر کوي چې د دوی دُعاګانې بې ځوابه پاتې کېږي.
د خدای کلام څه وایی: عیسیٰ زده کول چې باید په دُعا کې د تکراري جملې او لغاتونو نه ځان وساتو. هغه وویل: «کله چې دُعا کوئ تکرار مه کوئ» (متی ۶:۷). که چېرې غواړو، چې خدای زمونږ دُعا واوری، باید د ده د خوښې سره سم دُعا وکړو. په دې خاطر باید د خدای په نیت پوه شو. د خدای په کلام کې لیکل شوی دی: «هر څه چې مونږ د ده د خوښې سره سم په دُعا کې غواړو، هغه مونږ اوری» (اول یوحنا ۵:۱۴).
همداسی وګورئ زبور ۶۵:۲؛ یوحنا ۱۴:۶، ۱۴ او اول یوحنا ۳:۲۲.
خوشحالۍ او خوشبختی ته څنګه رسېدلی شو؟
ولې دا رقم پوښتنه پیدا کېږی؟ یو شمېر خلک فکر کوي چې خوشبختی په پیسې کې، یا په شهرت کې او یا په ښکلیتوب کې ده. نو دوی ډېر کوشش کوي چې دغه شیان تر لاسه کړي، اما خوشبختی ته بیا نه شي رسېدلی.
د خدای کلام څه وایی: عیسیٰ څرګند کړ، چې خوشبختی په څه پورې اړه لری. هغه وویل: «خوشبښته هغوی دي، چې په خپلې روحاني اړتیاوي پوهېږي» (متی ۵:۳). مونږ یوازې په دې صورت خوشبختی ته رسېدلی شو، که چېرې دینی اړتیاوي په رضایت سره تر سره کوو. کله چې د خدای او د هغه نیت په باره کې ریښتیا پوه شو، نو مونږ به خوشبخته وشو. د خدای کلام حقیقت دی او د دې پیژندل مونږ ته کمک کوی چې پوه شو، څه شی مهم دی او څه شی نه. که چېرې مونږ خپل ورځنی تصمیم د خدای لارښودنې لاندې نیسو، نو زمونږ ژوند به هدفمند شی (لوقا ۱۱:۲۸).
همداسی وګورئ یشعیاه ۲۶:۴، زبور ۶۲:۸ او اول تیموتیوس ۶:۹، ۱۰.
ولې یو د مینې ډک او مهربان خدای بدی تحمل کوی؟ یا بله پوښتنه: څنګه خوشبخته کورنۍ تر لاسه کړم؟ د خدای کلام بشپړی او قناعت بخش ځوابونه دغې او نورو پوښتنې ته ورکوی.
مونږ یوازې د شپږ پوښتنې په باره کې د خدای کلام څخه ځوابونو ته څیړنه وکړل. آیا تاسی غواړئ چې نور زده کړئ؟ که تاسی هغه کسان یئ چې په خپلې روحاني اړتیاوي پوهېږئ، البته چې غواړئ. شاید داسی پوښتنه لرئ:اما ډېر خلک د خدای کلام ته توجه نه کوي. دوی فکر کوي چې د خدای کلام ډېر پیچلی دی او د پوهیدلو دپاره آسان نه دی. آیا کمک غواړئ چې خپلې پوښتنې ته د خدای په کلام کې ځوابونه پیدا کړئ؟ د یهوه شاهدان په دوې لارې تاسو ته کمک کولای شي.
اوله لاره رساله «خدای ته غوږ ونیسه او د تل د پاره ژوند وکړه» ده. په دغه رساله کې مهمې پوښتنې ته واضح او دقیق ځوابونه شته. دوهمه لاره د خدای په باره کې په وړیا توګه مطالعه ده. د یهوه شاهدان هره اونۍ ستاسو په کور کې یا په بل مناسب ځای کې، ستاسی لیدنې ته راتلی شي. ورو ورو ستاسو سره د خدای کلام په باره کې خبرې کوي. دغه ډول مطالعه ډېرو خلکو ته مرسته وکړه. زیات شمېر د هغوی څخه وایي: «مونږ حقیقت وموندل!»
د خدای کلام حقیقت د یو ګران ګنج غوندې دی او مونږ د ویری، د موهوم پرستۍ او تشویش څخه آزادوی. همدارنګه دغه حقیقت مونږ ته خوشحالۍ، هیله او هدفمند ژوند ورکوی. عیسیٰ وویل: «تاسی به په حقیقت پوه شئ او حقیقت به تاسو آزاد کړی» (یوحنا ۸:۳۲).