۲م لوست
د خدای کلام ریښتنې هیله راکوي
په ټوله نړۍ کې خلک د ستونزو سره مخامخ کېږي، کومې چې اندیښنې او خوږوالی رسوي. ایا ته هم کوم غم یا سخته ناروغي لرې؟ شاید د چا پسې خفه یې چې مړ شوی دی. امکان لري چې له ځان نه پوښتنه کوې: ایا ژوند به یوه ورځ ښه شي؟ د خدای د کلام ځواب ډاډ راکوي.
۱. د خدای کلام کومه ریښتنې هیله راکوي؟
د خدای کلام څرګندوي چې ولې ټوله نړۍ د ستونزو سره ډکه ده. مګر ښه زېری دا دی، چې خدای پاک به ټولې ستونزې له منځه وړي. د خدای ژمنه مونږ «خوشحالوی» او مونږ ته «اُمید» راکوي (یرمیاه ۲۹:۱۱، ۱۲ ولوله). دغه ژمنه زمونږ سره مرسته کوي چې د اوسنیو ستونزو سره مقابله وکړو او چې حتیٰ اوس خوشحاله اوسو. هغه هم ډاډ راکوي چې په راتلونکي کې به تل نېکمرغه اوسو.
۲. د خدای کلام د کوم راتلونکي په باره کې زېری راکوي؟
د خدای کلام بیانوي چې په راتلونکي کې «به نور نهٔ مرګ، نهٔ ویر، نهٔ ژړا او نهٔ درد وی» (مُکاشفه ۲۱:۴ ولوله). د خوارۍ، بې عدالتۍ، ناروغۍ او مرګ له خاطره ډېرو خلکو ته ژوند تریخ ښکاري. مګر خدای پاک ژمنه راکړې ده چې په نږدې وخت کې ټوله ځمکه به جنت وشي. هغه وخت به خلک تل تر تله د ژوند څخه خوند اخلي.
۳. هغه هیله، چې د خدای کلام راکوي، څنګه ټینګولای شې؟
ډېر خلک د خپلو ارمانونو پسې «انشا اللّٰه» وایي، خو بیا شک لري. د خدای پاک ژمنې ځانګړې دي ځکه چې خامخا به پوره شي. که چېرې د خدای د کلام په لوستلو غور کوې، هغه هیله، چې د خدای کلام راکوي، ټینګولای شې (اعمال ۱۷:۱۱). د خدای د کلام زده کړې ته دوام ورکړه او پخپله به ډاډمن شې چې ایا د خدای کلام د باور وړ دی که نه.
غور وکړه
د خدای په کلام کې د راتلونکو شرایطو په باره کې بیان شوي دي. وګوره چې څنګه نن ورځې دا هیله د خلکو سره مرسته کوي.
۴. د خدای کلام تلپاتې ژوند په بشپړوالي کې وړاندې کوي
لاندې لیکل شویو ژمنو ته پام وکړه. ستا کومه یوه تر ټولو ډېر خوښېږي؟ ولې دې خوښېږي؟
ایتونه ولوله چې د ژمنو پر څنګ لیکل شوي دي او د دغو پوښتنو په باره کې سوچ وکړه:
-
ایا دا ایتونه ستا زړه ته ډاډ رسوي؟ ایا ستا کورنۍ ته او ملګرو ته هم ډاډ رسولای شي؟
داسې نړۍ تصور وکړه چېرته چې
هېڅوک . . . |
هر څوک . . . |
---|---|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
۵. د خدای کلام په ژوند باندې ښه اغېزه لري
ډېر خلک چې شاوخوا ستونزې ویني، وارخطا او حتیٰ په قهر کېږي. ځینې هڅه کوي چې بد حالات سم کړي او ځینې د ښه نړۍ لپاره مبارزه کوي. د خدای د کلام ژمنې نن هم زمونږ سره مرسته کولای شي. ویډیو وګوره او لاندې پوښتنې څېړنه وکړه:
-
په ویډیو کې، رفیکا د څه بې عدالتۍ سره مخامخ شوه؟
-
سره له دې چې بې عدالتۍ ورکې نه شوې، څنګه د خدای کلام د هغې سره مرسته وکړه؟
د خدای کلام مونږ ته د ښه راتلونکي لپاره هیله راکوي. دغه هیله مونږ د خپګان څخه ساتي او مرسته کوي چې په ستونزو باندې بریالی شو. متلونه ۱۷:۲۲ او رومیان ۱۲:۱۲ ولوله او د دې په باره کې سوچ وکړه:
-
ایا د خدای کلام ستا په ژوند باندې اوس هم ښه اغېزه لرلای شي؟ ولې داسې فکر کوې؟
ځینې وایي: «دا، څه چې د خدای کلام د راتلونکي په باره کې وایي، تشې خبرې دي»
-
ستا په فکر به د خدای د کلام ژمنې پوره شي او یا نه؟ ولې دغې پوښتنې ته ځواب لټول مهم دي؟
لنډیز
د خدای کلام د نېکمرغه راتلونکي په باره کې ریښتنې هیله راکوي. دا هیله زمونږ سره مرسته کوي چې د ستونزو سره مقابله وکړو.
بیا کتنه
-
ولې هر څوک هیلې ته اړتیا لري؟
-
د خدای کلام د راتلونکي په باره کې څه وایي؟
-
د خدای د کلام څخه هیله ستا سره څنګه مرسته کولای شي؟
نور زده کړه
وګوره چې هیله په ژوند باندې څه اغېزه لرلای شي.
«ریښتنې هیله چېرته پیدا کېږي؟» (ویښ شئ! ۲۲م اپریل، ۲۰۰۴)
ولوله چې څنګه هیله مرسته کولای شي، کله چې اوږدمهاله ناروغي لرو.
«زه اوږدمهاله ناروغي لرم. ایا د خدای کلام زما سره مرسته کولای شي؟» (انټرنېټي لیکنه)
کله چې دا موزیکي ویډیو ګورې، تصور وکړه چې د خپلې کورنۍ سره په جنت کې د ژوند څخه خوند اخلې.
د یو ټولنیز فعال غړي ژوند بدل شوُ، کله چې هغه د ښه راتلونکي په باره کې خبر شوُ.
«ما ډېر غوښتل چې نړۍ بدله کړم خو اخر خپل فکر مې بدل کړ» (د کتونکي برج، ۱ جولای، ۲۰۱۳)