لومړی لوست
د خدای کلام څنګه ژوند ښه کولای شي؟
تقریباً ټول خلک مهمې پوښتنې د ژوند په باره کې لري: ولې رنځونه شته؟ ولې مړه کېږو؟ راتلونکی به څرنګه وي؟ هره ورځ مونږ د دې په فکره یو چې څنګه ښه ژوند وکړو او نېکمرغه کورنۍ ولرو. ډېر خلک د خدای په کلام کې د ژوند مهمو پوښتنو ته ځوابونه وموندل. د خدای د کلام لارښوونه د ډېرو خلکو ژوند ښه کړی دی. څه فکر کوې: ایا د خدای کلام د خلکو سره مرسته کولای شي؟
۱. د خدای کلام کومو پوښتنو ته ځواب ورکوي؟
د خدای کلام دغو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي: ژوند څنګه پیل شوُ او مقصد یې څه دی؟ ښه خلک ولې ځورېږي؟ له مرګ نه وروسته څه پېښېږي؟ که چېرې هر څوک سوله غواړي، نو بیا ولې دومره جګړې شته؟ په راتلونکي کې به د نړۍ سره څه وشي؟ راتلونکی به څرنګه وي؟ څوک چې دا ډول پوښتنې لري به د خدای په کلام کې ځوابونه ومومي او دا ځوابونه ډېر په زړه پورې دي.
۲. د خدای کلام څنګه مرسته کولای شي، چې هره ورځ د ژوند څخه خوند اخلو؟
د خدای کلام ښه نصیحت راکوي. د مثال په توګه، کورنیو ته د ریښتنې نېکمرغۍ لارښوونه ورکوي. د خدای کلام ښیي څنګه د اندېښنو سره مقابله وکړو او څنګه په خپل کار کې خوښي موندلای شو. د خدای د کلام زده کړه او په ګډه خبرې اترې به ستا سره مرسته وکړي، چې د نورو موضوعاتو په باره کې زده کړې. ډاډمن به شې چې «هره لیکنه د خدای په کلام کې» ګټوره ده. (دوېم تیموتیوس ۳:۱۶)
دا خپرونه د خدای د کلام د پوهېدلو دپاره یوه مرسته ده او هر څوک پخپله د خدای کلام تر څېړنې لاندې نیولای شي. په دې خاطر وړاندې کوو چې د هر لوست ټول یاد شوي ایتونه د خدای د کلام څخه ولولې او د زده کړیو شیانو سره پرتله کړې.
غور وکړه
پام وکړه څنګه د خدای کلام د خلکو سره مرسته کړې ده، څنګه د لوستلو څخه خوند اخیستلای شې او ولې د پوهېدلو دپاره مرسته پکاره ده.
۳. د خدای کلام لارښوونه راکوي
د خدای کلام د رڼا په شان دی. هغه ښیي څنګه ښه پرېکړې نیولای شو او څرګندوي چې په راتلونکي کې به څه وشي.
زبور ۱۱۹:۱۰۵ ولوله او د دې په باره کې سوچ وکړه:
-
هغه پیغمبر چې دا ایت لیکلی دی، د خدای د کلام په باره کې څه فکر کوي؟
-
ته د خدای د کلام په باره کې څه فکر کوې؟
۴. د خدای کلام زمونږ پوښتنو ته ځواب ورکوي
یوه ښځه د ځوانۍ نه مهمو پوښتنو ته ځواب لټوهُ او په پای کې یې د خدای په کلام کې وموندهُ. ویډیو وګوره او وروسته لاندې پوښتنې څېړنه وکړه:
-
هغه ښځه څه ډول پوښتنې درلودلې؟
-
د خدای د کلام زده کړه له دې سره څنګه مرسته وکړه؟
د خدای کلام رازده کوي چې پوښتنه کول ښه دي. متی ۷:۷ ولوله او د دې په باره کې سوچ وکړه:
-
کومو پوښتنو ته ځواب غواړې؟
۵. د خدای د کلام د لوستلو څخه خوند اخیستلای شې
ډېر خلک د خدای د کلام د لوستلو څخه خوند او ګټه اخلي. ویډیو وګوره او وروسته دا پوښتنې څېړنه وکړه:
-
په دغه ویډیو کې ځوانان د لوستلو په باره کې څه وایي؟
-
د خدای د کلام د لوستلو په باره کې څه احساس لري؟
د خدای د کلام لارښوونه مونږ ته ډاډګیرنه او هیله راکوي. رومیان ۱۵:۴ ولوله او د دې په باره کې سوچ وکړه:
-
ایا دا ژمنه د ډاډګیرنې او هیلې په باره کې دې خوښېږي؟
۶. د خدای د کلام د پوهېدلو لپاره مرسته پکاره ده
د خدای د کلام پخپله لوستل ښه دي، خو ډېر خلک پوه شول، چې د نورو سره غږېدنه مرسته کوي، چې د خدای په کلام باندې پوه شي. د دې په باره کې غږېدنه ګټوره ده. اعمال ۸:۲۶-۳۱ ولوله او دا پوښتنه څېړنه وکړه:
-
څنګه کولای شو چې د خدای په کلام باندې پوه شو؟ (۳۰م او ۳۱م ایت وګوره)
ځینې وایي: «د خدای د کلام زده کړه ګټه نه لري.»
-
ته څه فکر کوې؟
لنډیز
د خدای کلام خلکو ته لارښوونه، هیله، مهمو پوښتنو ته ځواب او د زړه ډاډ وړاندې کوي.
بیا کتنه
-
د خدای په کلام کې څه ډول لارښوونه موندلای شو؟
-
د خدای په کلام کې کومو پوښتنو ته ځواب شته؟
-
څه شی غواړې چې د خدای د کلام څخه زده کړې؟
نور زده کړه
پام وکړه، چې د خدای د کلام لارښوونه په نننیو ورځو کې څومره ګټوره ده.
«د خدای کلام یو تلپاتې حکمت دی» (د کتونکي برج، لومړۍ نمره، ۲۰۱۸)
وګوره څنګه د خدای کلام د یو سړي سره مرسته وکړه، چې په بدو احساساتو باندې بریالی شي.
ولوله، چې د خدای کلام د کورنۍ د نېکمرغۍ لپاره کومه لارښوونه وړاندې کوي.
«۱۲ مشورې د کورنۍ د نېکمرغۍ لپاره» (ویښ شئ! ۲مه نمره، ۲۰۱۸)
ډېر خلک نه پوهېږي، چې نړۍ د چا په لاس کې ده. وګوره چې د خدای کلام څه وایي.