Skip to content

آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏

آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟‏

تاسی څه فکر کوئ؟‏

  • هو

  • نه

  • امکان لري

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«مړي به راژوندي شي» (‏یشعیاه ۲۶:‏۱۹‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

کله چې زمونږ د عزیزانو نه څوک مړه شي،‏ تسلي راکوي (‏دوېم کورنتیان ۱:‏۳،‏ ۴‏)‏.‏

د مرګ د سختې وېرې څخه مو آزادوي (‏عبرانیان ۲:‏۱۵‏)‏.‏

کولای شئ چې د خپلو راژوندیو شویو عزیزانو سره د تل دپاره ژوند وکړئ (‏یوحنا ۵:‏۲۸،‏ ۲۹‏)‏.‏

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • خدای د ژوند ورکوونکی دی.‏ په زبور کې لیکل شوي دي چې یَهّوه خدای د ژوند سرچینه دی (‏زبور ۳۶:‏۹؛‏ اعمال د رسولانو ۱۷:‏۲۴،‏ ۲۵‏)‏.‏ هغه چې ټولو مخلوقاتو ته ژوند ورکړی دی،‏ البته چې مړو ته هم بیا ژوند ورکولی شي.‏

  • خدای په پخوا زمانو کې مړي بېرته راژوندي کول.‏ د خدای کلام ۸ کسان یادوي،‏ چې بېرته راژوندي شوي وي:‏ ځینې ځوانان،‏ ځینې زاړه،‏ ځینې ښځې او ځینې یې سړي وي.‏ د هغوی د مرګ نه تر هغه وخت پورې،‏ چې خدای یې راژوندي کړل،‏ په ځینو یې لږ وخت تېر شوی وُ،‏ خو یو د هغوی نه ۴ ورځې په قبر کې وُ (‏یوحنا ۱۱:‏۳۹-‏۴۴‏)‏.‏

  • خدای د پخوا په شان اوس هم ډېر غواړي،‏ چې مړي راژوندي کړي.‏ یَهّوه خدای د مرګ څخه کرکه لري او د انسانانو مرګ ته د دښمن په شان ګوري (‏اول کورنتیان ۱۵:‏۲۶‏)‏.‏ خدای به خپل نیت،‏ د مړو بېرته راژوندي کول،‏ حتماً تر سره کړي.‏ خدای د زړه له کومي غواړي هغو کسانو ته،‏ چې د ده په یاد کې دي،‏ بیا ژوند ورکړي.‏ دوی به د ځمکې پر مخ باندې د ژوند څخه خوند واخلي (‏ایوب ۱۴:‏۱۴،‏ ۱۵‏)‏.‏

فکر وکړئ:‏

ولې مونږ زړېږو او مړه کېږو؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ پېدایښت ۳:‏۱۷-‏۱۹ او رومیانو ۵:‏۱۲