Skip to content

زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏

زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟‏

ستاسو په فکر د نړۍ شرایط به .‏ .‏ .‏

  • نه بدلېږي

  • بد کېږي

  • ښه کېږي

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«[خدای] به د هغوی د سترګو هره یوه اوښکه وچه کړي،‏ نور به نه مرګ،‏ نه ماتم،‏ نه نارې او نه درد وي.‏ پخواني شیان تېر شوي دي» (‏مُکاشفه ۲۱:‏۴‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

هغه کار،‏ چې تاسو ته خوښېږي او د رضایت وړ دی،‏ به کوئ (‏یشعیاه ۶۵:‏۲۱-‏۲۳‏)‏.‏

ناروغۍ،‏ کړېدل او عذابونه به هېڅکله نور نه وي (‏یشعیاه ۲۵:‏۸؛‏ ۳۳:‏۲۴‏)‏.‏

د خپلو ګرانو عزیزانو سره به په خوشحالۍ د تل دپاره ژوند کوئ (‏زبور ۳۷:‏۱۱،‏ ۲۹‏)‏.‏

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • خدای قدرت لري چې خپله وعده تر سره کړي‏.‏ د خدای کلام وایي،‏ چې یوازې یَهّوه خدای «قادرمطلق دی» ځکه چې دی بې حده قدرت لري (‏مُکاشفه ۱۵:‏۳‏)‏.‏ یعنی دی به خپله وعده د ښایستې نړۍ د جوړولو په اړه حتماً تر سره کړي.‏ د خدای په کلام کې لیکل شوی دي چې «خدای هر څه کولی شي» (‏متی ۱۹:‏۲۶‏)‏.‏

  • خدای ډېر غواړي چې خپل نیت تر سره کړي.‏ د مثال په ډول خدای ډېر ارمان لري چې مړي بېرته راژوندي کړي (‏ایوب ۱۴:‏۱۴،‏ ۱۵‏)‏.‏

    د خدای کلام ښیي چې عیسیٰ مسیح د ناروغانو درملنه کوله.‏ ولې دی خلک تداوي کول؟‏ ځکه چې دغه د ده د زړه له کومي غوښتنه وه (‏مرقوس ۱:‏۴۰،‏ ۴۱‏)‏.‏ عیسیٰ د خوارو خلکو سره مرسته کوله ځکه چې د ده خوښه د خدای د خوښې سره سمه ده (‏یوحنا ۱۴:‏۹‏)‏.‏

    ډاډه اوسئ:‏ مونږ پوره اطمینان لرو،‏ څنګه چې خدای غواړي،‏ همداسې عیسیٰ مسیح غواړي چې مونږ ښایسته راتلونکی ولرو (‏زبور ۷۲:‏۱۲-‏۱۴؛‏ ۱۴۵:‏۱۶؛‏ دوېم پطروس ۳:‏۹‏)‏.‏

فکر وکړئ:‏

خدای به څنګه زمونږ نړۍ په ښه نړۍ بدله کړي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ متی ۶:‏۹،‏ ۱۰ او لوقا ۱:‏۳۳