Skip to content

آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏

آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟‏

تاسی څه فکر کوئ؟‏

  • هو

  • نه

  • امکان لري

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«[خدای] به د هغوی د سترګو هره یوه اوښکه وچه کړي،‏ نور به نه مرګ،‏ نه ماتم،‏ نه نارې او نه درد وي.‏ پخواني شیان تېر شوي دي» (‏مُکاشفه ۲۱:‏۴‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

زمونږ ستونزې د خدای له خوا نه دي (‏یعقوب ۱:‏۱۳‏)‏.‏

خدای د هر چا په درد پوهېږي (‏زبور ۱۳۹:‏۱،‏ ۲‏)‏.‏

رنځونه او بدبختۍ به له منځه ځي (‏زبور ۳۷:‏۹-‏۱۱‏)‏.‏

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • خدای د کړېدلو او بې عدالتي نه نفرت لري.‏ توجه وکړئ،‏ کله چې په پخوانیو زمانو کې له با ایمانه خلکو سره ظالمانه چلنده کېده،‏ یَهّوه خدای څه احساس درلود.‏ د خدای کلام وایي،‏ چې خدای د هغوی د رنځونو په لېدلو سره ډېر خوابدی شو او د هغوی نارې یې واورېدو (‏اعمال د رسولانو ۷:‏۳۴‏)‏.‏

    خدای د ظالمانو نه سخت نفرت لري.‏ د خدای کلام وایي،‏ چې خدای د هغه چا نه کرکه لري،‏ چې بدي یې خوښېږي (‏زبور ۱۱:‏۵‏)‏.‏

  • خدای هر یو انسان ته په ځانګړی ډول پاملرنه کوي.‏ هر څوک پخپل درد او بدبختۍ پوهېږي،‏ اما یَهّوه خدای ته حتی زمونږ د زړه ټکی معلوم دي (‏دوېم تاریخ ۶:‏۲۹،‏ ۳۰‏)‏.‏

    خدای به د خپلې پادشاهۍ له لارې په نژدې وخت کې د هر یو انسان رنځونه او دردونه پای ته ورسوي (‏متی ۶:‏۹،‏ ۱۰‏)‏.‏ تر څو چې هغه وخت راغلی نه دی،‏ یَهّوه خدای په ډېره مهربانۍ سره هغو انسانانو ته،‏ چې په ده باندې ایمان لري،‏ رحمتونه او هوساینه ورکوي (‏اعمال د رسولانو ۱۷:‏۲۷؛‏ دوېم کورنتیان ۱:‏۳،‏ ۴‏)‏.‏

فکر وکړئ:‏

ولې خدای رنځونه او کړېدل تحمل کوي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ رومیانو ۵:‏۱۲ او دوېم پطروس ۳:‏۹