Skip to content

خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏

خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟‏

تاسی څه فکر کوئ؟‏

  • د خپل حکومت له لارې

  • د انسانانو په وسیله

  • په کومه بله لاره

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«او هغه به د تل دپاره د یعقوب په کورنۍ باندې پادشاهی وکړي او د ده پادشاهي به هېڅکله پای ته ونه رسېږي» (‏لوقا ۱:‏۳۳‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

‏«د نړۍ پادشاهي د خدای او د ده د مسیح تر لاسه شوه او هغه به د تل دپاره پرې حکومت کوي» (‏مُکاشفه ۱۱:‏۱۵‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

د خدای پادشاهي مونږ ته دا لاندې ضمانت راکوي:‏

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • د خدای کلام څرګندوي،‏ چې د خدای پادشاهي به څه برکتونه رسوي‏.‏ خدای غواړي چې مونږ د ده د پادشاهي د راتلو او په ځمکه باندې د ده د ارادې تر سره کېدو په باره کې دعا وکړو (‏متی ۶:‏۹،‏ ۱۰‏)‏.‏ خدای د خپلو وفادارانو په وسیله وښودل،‏ چې دغه دعا به څنګه قبوله شي.‏

    خدای د خپلو وفادارانو په وسیله وږي خلک ماړه کړل،‏ ناروغان یې روغ کړل او مړي یې بېرته راژوندي کړل (‏متی ۱۵:‏۲۹-‏۳۸؛‏ یوحنا ۱۱:‏۳۸-‏۴۴‏)‏.‏ د خدای کلام ښیي،‏ چې د خدای تر پادشاهۍ لاندې ښایسته ژوند زمونږ په انتظار کې دی (‏مُکاشفه ۱۱:‏۱۵‏)‏.‏

  • د نړۍ اوسني شرایط تائیدوي،‏ چې د خدای پادشاهي ژر تر ژره راتلونکې ده.‏ عیسیٰ مسیح پیشګویي کوله،‏ چې د خدای پادشاهي به حتماً ځمکې ته سوله راوړي.‏ خو لومړی به په ټوله نړۍ کې جنګونه،‏ قحطۍ او زلزلې وي (‏متی ۲۴:‏۳،‏ ۷‏)‏.‏

    په اوسنیو ورځو کې مونږ پخپلو سترګو دا ټولې بدبختۍ وینو.‏ په دې خاطر پوره اطمینان لرو،‏ چې د خدای پادشاهي به ډېر ژر ټولې بدبختۍ له منځه وړي.‏

فکر وکړئ:‏

د خدای تر پادشاهۍ لاندې ژوند به څنګه وي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ زبور ۳۷:‏۲۹ او یشعیاه ۶۵:‏۲۱-‏۲۳